ټېسټ کرکټ؛ بنګلهدېش د لومړۍ ورځې تر پایه ۳۶۲ منډې وکړې
کوربه لوبډلې د لومړۍ ورځې تر پایه پورې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړي دي او ۳۶۲ منډې یې کړې دي.
په بنګالي توپوهونکو کې نجم الحسین شانتو ۱۴۶ او محمودالحسن جوی ۷۶ منډې کړې دي.
دغه راز مشفق الرحیم او مهدي حسن میراز بیا په ترتیب سره په ۴۱ او ۴۳ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي.
په افغان توپ اچونکو کې نجات مسعود دوه، رحمت شاه، حمزه هوتک او ظاهرخان بیا یوه ـ یوه وېکټ اخيستې ده.
د ویلو ده چې دغه سیالي به د جون میاشتې تر ۱۸مې نیټې پورې دوام لري.