کرکټ؛ د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ ټېسټ لوبه روانه ده
افغانستان پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
تراوسه بنګلهدېش په ۳۷ اور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۷۷ منډې کړې دي.
افغانستان تر دې مخکې په ۲۰۱۹م کال کې له بنګلهدېش ټېسټ لوبه ګټلې وه.
افغانستان او بنګلهدېش به په خپلو کې درې یو ورځنۍ یا پنځوس اووره او دوې شل اووره مسابقې هم وکړي، چې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه به د جولای پر پنځمه وشي.