طالبانو او ايراني پلاوي پر دوه اړخيزو مسایلو خبرې کړي
دې وزارت پرون یکشنبې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې په دې اړه اړه نور جزییات نهدي ورکړي، خو یوازې دومره یې ویلي چې دواړو لورو په راتلونکې کې پر لازمې همغږۍ ټینګار وکړ.
په دې خبرو کې د ایراني پلاوي مشري د هغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال بهرام حسیني او د طالبانو له لوري د پوځ د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان صدیق کوله.
د ایران د لوړپوړي پوځي چارواکي په مشرۍ دغه پلاوی چې په ترکیب کې یې د کورنیو، سرحدونو او کرنې وزارتونو مسوولان هم شامل وو، داسې مهال له کابل څخه کتنه ترسره کوي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو په ګډه پوله د ایراني سرحدي ځواکونو او د طالبانو د وسلهوالو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي وو.