بهر مېشتو ترکي وګړو په دويم پړاو ټاکنو کې د رايې اچونې پروسه پيل کړه
د رویټرز اژانس په لیکنه، د ترکیې د ولسمشرۍ دویم ځلي ټاکنې د رجب طیب اردوغان او د هغه د سیال کمال قلیچدار اوغلو ترمنځ د چهارشنبې تر ورځې ترسره کېږي.
د ولسمشرۍ ټاکنو یو کاندید هم ونه توانېد د مې میاشتې پر ۱۴مه د ولسمشرۍ د ټاکنو اکثریت رایې وګټي.
قلیچدار اوغلو خبرداری ورکړی، که چېرې په ټاکنو کې بریالی شي، له ترکیې به نږدې لس میلیونه پناه غوښتونکي وباسي.