نی: د طالبانو لهخوا د بوديجې ځانګړي کول بايد د رسنيو ازادي اغېزمنه نهکړي
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرون یکشنبه د هغې طرحې د جوړولو خبر ورکړی چې، له مخې یې رسنیو او خبریالانو ته مالي امتیازات ورکول کېږي.
نی په یوه خبرپاڼه کې د دغې طرحې هرکلی کړی، خو ټینګار کوي چې دغه امتیازات باید وړیا او هدف یې د رسنیو او اطلاع رسونې پياوړتیا وي.
طالبان رسنیو ته د مالي امتیازاتو طرحه داسې مهال جوړوي چې د دوی پر حکومت تور دی چې ازادې رسنۍ یې محدودې کړي او یو شمېر خبریالان او فعالان لاهم په زندانونو کې ساتل کېږي.