د امریکا شارژدافېره د سوله ییز او سوکاله افغانستان د تحقق ملاتړ کوي
مېرمن ډیکر د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د هغو زرګونو نارینه او ښځو مننه کړې چې افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره یې ځانونه وقف کړي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د کار مخنیوي د بشري مرستو رسولو لپاره د دوی کارونه اغېزمن کړي دي.