د افغاني سرې مياشتې ټولنې مشر دوحه کې له بهرنيو ډيپلوماټانو سره د مرستو پر جذب خبرې کړي
دغې ټولنې په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې، مشر یې مطیعالحق خالص تر اوسه د جنوبي کوریا او هالند له ډيپلوماتانو سره کتلي او هغوی د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
افغاني سرې میاشتې او سره صلیب څو ورځې وړاندې په دوحه کې یوه ګډه غونډه هم جوړه کړې وه چې، افغانانو ته د ښو روغتیایي خدمتونو او د بېوزلو په لاسنیوي ټینګار پهکې وشو.
معلومه نهده چې دې غونډه کې افغاني سرې میاشتې ټولنې سره ټولټال د څومره پیسو مرسته اعلان شوې ده.
دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې، د ملګرو ملتونو د موندنو لهمخې سږ کال څه باندې ۲۸ ملیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري او دغې اړتیا ته د رسېدو لپاره ۴ اعشاریه شپږ ملیارده ډالر غوښتل شوي دي.