د کندهار يو شمېر محصلانې: خپل راتلونکي ته اندېښمنې يو
دغه محصلانې وايي، خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي او باید د طالبانو حکومت ژر تر ژره د ښونځیو او پوهنتونو دروازې د دوی پر مخ خلاصې کړې.
بلخوا د دولتي او خصوصي پوهنتونونو یو شمېر استادانو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې په دې پرېکړې سره ښځې په بشپړ ډول له خپلو بشري حقونو څخه محرومېږي.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: