د فوټسال غوره ليګ؛ نن د ظاهر اسد او صداقت لوبډلې لوبه کوي
دواړه لوبډلې په جدول کې شپږ امتیازه لري.
دویمه لوبه د سعادت نیمروزي او پیروزي پنجشېر لوبډلو ترمنځ پلان شوې ده.
د افغانستان له بېلابېلو زونونو څخه لسو ټیمونو په دغه لیګ کې ګډون کړی او هر هغه ټیم چې ښې نمرې واخلي، د لیګ اتلولي ګټلی شي.