کندهار کې نامعلومه وسلهوالو دوه کسان وژلي دي
په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید رسنیو ته ویلي چې، نامعلومو وسلهوالو تېره ورځ ناوخته په میوند ولسوالۍ کې یو کس ویشتلی او وژلی دی.
د حاجي زید په خبره نامعلومو وسلهوالو موټر سایکل سپرو دغه راز نن په نېش ولسوالۍ کې هم یو کس ویشتلی او وژلی دی.
د نوموړ په وینا د قاتلینو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.
تر اوسه د دې پېښو انګېزه نهده معلومه.