ترکیې له سويډن او فنلنډ سره جوړېدونکې غونډه لغوه کړې ده
انقرې دغه اقدام وروسته له هغې وکړ چې په ستاکهولم کې د تېرې اوونۍ په پای کې د ترکیې سفارت ته نژدې یوه اعتراضیه غونډه وشوه چې د قرانکریم یوه نسخه هم په کې وسوځول شوه.
د ترکیې د دولتي ټلوېزیون ټي آر ټي د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي چې دا غونډه د انقرې په غوښتنه ځنډول شوې ده.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند د روانې میاشتې په پیل کې ویلي و چې، ټاکل شوې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون وویل، ستاکهولم دې په ناټو کې د غړیتوب لپاره د ترکیې د ملاتړ تمه نه کوي.