اوچا د ژوند په ټولو چارو کې د افغان ښځو ونډه حیاتي بولي
اوچا نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د دغې ونډې باید درناوی وشي او هم وساتل شي.
په عین حال کې د ناروۍ د کډوالود شورا مشر یان ایګلنډ وایي، په افغانستان کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کاربندیز به ناوړه پایلې ولري.
ایګلنډ په یوه ټویټ کې ویلي، ۶ میلیون وګړي به له قحطۍ سره مخ شي، ۶ لکه ماشومان به له زده کړې محروم شي، ۱۳،۵ ملیون وګړي به له پاکو اوبو برخې او ۱۴،۱ میلیون وګړي به هم د خوندیتوب له خدمتونو بې برخې شي.
ایګلنډ نن مخکې په یوه بل ټویټ کې ویلي و، شورا یې چمتو ده چې سر له سبا په دې هېواد کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي، خو په دې شرط چې اړو کسانو ته د مرستو رسولو په چارو کې د دې شورا د ټولو ښځینه او نارینه کارکونکو پرمخ خنډونه لیرې شي.
دغې شورا د تېرې ډسمبر میاشتې په ۲۴مه وروسته له هغې په افغانستان کې د مرستو رسولو ټولې چارې ودرولې چې د طالبانو د اقتصاد وزارت په ټولو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.
ایګلنډ ویلي، ۴۶۹ ښځینه کارکوونکي یې په افغانستان کې اوه لکه افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو کې حیاتي ونډه لري.