د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې په اړه اندېښنه ښودلې
مېرمن اوتنبایوا پرون د ملګرو ملتو امنیت شورا ته په خپله وینا کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي شخړې هم د اندېښنې وړ وبللې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې په نیویارک کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې دې په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان ډېرو سیمو ته سفر کړی دی او اکثریت افغانانو دې ته ویلي دي چې راتلونکي ته اندېښنه لري.
مېرمن اوتنبایوا د افغانانانو اقتصاد ته د اندېښنې ترڅنګ په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو ته تشویش ښکاره کړ.
نوموړې وويل: "موږ د داعش خراسان څانګې وروستیو فعالیتونو ته ډېر اندېښمن یو، په ځانګړي ډول چې د روسیې پر سفارت یې برید وکړ، د پاکستان پر سفارت یې حمله وکړه او پر هغه هوټل یې حمله وکړه چې ډېر چینایان پهکې دېره وي. بل لور ته موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتو ته ډېره اندېښنه لرو خو د افغانستان دننه د طالبانو پر ضد د پام وړ محسوس اپوزسیون نهشته."
اغلې اتنبایوا زیاته کړه چې عادي افغانان بیا د طالبانو له ډېرو اعمالو سره مخالف دي.
د یوناما مشرې امنیت شورا ته په خپله وینا کې د طالبانو د مشر ملا هبت اله اخندزاده د نومبر د دیارلسمې نېټې پرېکړې ته اشاره وکړه چې له خپلو قاضیانو یې وغوښتل چې حدود جاري کړي.
د اغلې اتنبایوا په وینا په نړیواله کچه دا سزا له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.
نوموړې ويلي: "موږ له طالبانو غواړو چې شرعي سزاګانې په هغه ډول پلې کړي چې په اکثرو اسلامي هېوادو کې تطبیقیږي."
طالبانو تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمیر نارینه او ښځینه په درو وهلي دي او په یوه مورد کې یې یو کس علني قصاص کړی دی.
د فساد په تړاو د یوناما مشرې وویل چې د طالبانو په حکومت کې د جمهوریت د وخت په پرتله اداري فساد په عمومي ډول د پام وړ کم شوی دی خو په تېرو شپږو میاشتو کې په ټیټه کچه د فساد نښې د اندېښنې وړ دي.