برېتانيا: روسيه د پوځي وسايلو په بدل کې له ايران بېپيلوټه الوتکې ترلاسه کوي
بین والاس پرون په لندن کې پارلمان ته وویل چې، ایران د روسیې په یوه مهم پوځي ملاتړي بدل شوی دی او د درې سوه ډرون الوتکو په بدل کې له روسیې پرمختللې پوځي وسایل ترلاسه کوي چې په دې ډول د منځني ختیځ او ټولې نړۍ امنیت ته ګواښ پیدا کوي.
اخوا امریکا او متحدانو یې د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ایران له متحد هېواد روسیې سره د لوېدیځ د هغو ادعاو پر سر شخړه وکړه چې وايي تهران مسکو ته پر اوکراین د حملې لپاره بې پیلوټه الوتکې ورکوي.