د اوکراين په ختيځ کې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې
د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو ستردرستیز نن په یوه بیان کې وویل، روسانو په ختیځ کې په لیمان، بخموت، اودیوکا او زاپوروژیا ښارونو او همداراز په مرکزي سیمو کې هم پر پوځي او هم پر ملکي تاسیساتو ړندې بمبارۍ کړي.
ملګروملتونو ویلي چې له فبروري میاشتې راهیسې پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل له پیله لږ تر لږه ۶۷۵۵ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۶۰۰ زیات ملکیان ټپیان شوي دي.