پاکستان کې پر پوځ یو انتقاد کوونکی سناتور نیول شوی
پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد فدرالي تحقیقاتي ادارې یا ایف بي آی پرون (یکشنبه) د سناجرګې غړی اعظم سواتی، چې په تحریک انصاف ګوند پورې تړاو لري، ونیوه.
ویل شوي چې اعظم خان سواتي پر خپله ټویټرپاڼه پر پوځ انتقادونه کړي وو.
پر نوموړي تور پورې شوی چې د پوځ پر ضد یې پاروونکي الفاظ کارولي دي.