د سوماليا حکومت د ۲۰ بهرني وګړو تر موندلو وروسته پلټنې پيل کړي
ادعا کېږي چې دغه کسان کب نیوونکي دي او د څو کلونو لپاره یرغمل وو.
د سومالیا د پولیسو ویاند وویل، چې په دغو کسانو کې ۱۴ ایراني او ۶ فلسطیني وګړي شامل دي او د پوښتنو ګروېږنو لپاره توقیف شوي دي.
د هغه په وینا له دې ډلې ځینې کسان د الشباب ډلې لهخوا په ۲۰۱۴م کال کې او ځینې نور د ۲۰۱۹م کال په لومړیو کې د سومالیا په جنوب کې په هراردیري سواحلو کې تښتول شوي وو.