نور: افغانستان کې د ماشومانو یو حق هم نه دی پرځای شوی
بلخوا د یونیسف یوې چارواکې د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت د ټولو ماشومانو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه.
د یونېسف د ارتباطاتو مسوولې سم مورټ په یو څو ټویټونو کې ویلي نن د نومبر ۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ ده، چې په ۱۹۸۹م کال کې د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک لمانځل کېږي.
د نړۍ هېوادونو د دغه کنوانسیون په لاسلیک سره د تعلیم د حق د ساتنې په ګډون د ماشومانو د حقونو د ملاتړ ژمنه وکړه.
د یونېسف دغې چارواکې ویلي، په افغانستان کې باید ټول ماشومان وکړای شي، ښوونځیو ته لاړ شي.
صالح محمد صالح له مدني فعالې او د ماشومانو له ارواپوهې رنګیزې نور د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې یونېسف وايي، د ماشومانو نړیوالې ورځې پر مهال په افغانستان کې ګڼ ماشومان ښوونځیو ته نه شي تللی، د افغانستان لپاره د دې ورځې لمانځل څه معنی لري؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: