طالبانو او پاکستاني ځواکونو په سپین بولدک دروازه کې نښته کړې
شاهدانو ازادی رادیو ته وویل چې دا پېښه نن غرمه شاوخوا دوولس نیمې بجې پیل شوه.
په سپین بولدک کې د طالبانو یوې سرچینې وویل چې دواړه خواوې پر یو بل ډزې کوي او په لړ کې یې یو شمېر پاکستاني ځواکونه او همداراز لارویان ټپیان شوي دي.
سرچینې وویل چې د مرګ ژوبلو د کره شمېر په اړه څه نه شي ویلی.
د طالبانو او پاکستان حکومتونو تراوسه پورې د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.
د سپین بولدک – چمن پر دروازه د ورځې زرګونه کسان تګ راتګ کوي، خو اوس د جګړې له کبله بنده ده.
تر دې وړاندې هم څو ځلې دا لار د دوو خواوو ترمنځ د نښتو له کبله تړل شوې ده.
افغانان تور لګوي چې له افغان مسافرو سره د پاکستاني ځواکونو ناوړه چلند د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې د پارېدو سبب کېږي.