طالب چارواکي: بدخشان کې د عملياتو پر مهال ۳۸ مخالفين وژل شوي
باختر ژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس معز الدین احمدي په وینا خبر ورکړی، چې دغو عملیاتو کې ۳ طالبان هم وژل شوي او ۵ تنه یې ټپیان شوي دي.
په وروستیو کې له بدخشانه د مقاومت جبهې د غړو او طالبانو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکول کېدل.
د دې جبهې ویاند صبغت احمدي، د جمعې ناوخته په ټویټر کې ادعا وکړه، چې طالبانو د دې جبهې ځینې غړي او ملکیان تر نیولو وروسته په ډزو وژلي دي.
دواړو لوریو زیات مهال د یو بل د مرګژوبلې ادعاوې کړې دي.