د طالبانو حکومت د کابل لپاره نوی والي وټاکه
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د کابل د نوي والي د ټاکل کېدو حکم ورکړی دی.
تر دې وړاندې شیخ ندا محمد ندیم د طالبانو د حکومت د کابل والي و.
نوموړی اوس اوس د طالبانو د لوړو زدهکړو د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.