د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان پر بحران اندېښنه وښودل شوه
د دغه سازمان مرستیالې امینه محمد وویل ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو او بشرپالو خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی چې په کې صحرايي وژنې، خپلسر نیول، زندان او ځورول شامل دي په ښکاره غندلي.
هغې ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو سازمان له واکمنو چارواکو سره خبرې کوي څو له جنسیتي، مذهبي او قومي تبعیض پرته د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي کړي.