ايران کې له سختو امنيتي تدابيرو سره لا هم اعتراضونه دوام لري
اعتراض کوونکو شعارونه ورکول چې مړ دې وي دیکتاتور.
په خپروو شویو تصویرونو کې خلک په تهران، کرج، مشهد، اصفهان، شیراز، رشت او ګڼو نورو ښارونو کې د مظاهرو په حال کې لیدل کېږي.
د تهران په شهرک غرب سیمه کې امنیتي ځواکونو پر مظاهره چیانو ډزې وکړې.
د دغه ښار په نورو سیمو کې هم ښځو د اعتراض په دود ټیکري له سرونو لېرې کړي وو او مرګ په دیکتاتور نارې یې وهلې.