بلاول بوټو: نړيواله ټولنه دې د طالبانو پر وړاندې زغم ولري
ښاغلي زرداري، له اسوشیتیدپریس خبري آژانس سره په مرکه کې غوښتنه کړې چې متحده ایالات دې له طالبانو سره په مستقیم ډول ګډ کار وکړي.
زرداري د افغانستان د هغو شتمنیو د آزادېدو غوښتنه هم وکړه چې امریکا کنګل کړې دي او ويلي دي چې، دا پیسې د طالبانو نه بلکې د افغانستان د خلکو دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو سره د پاکستان او د متحده ایالاتو د اړیکو د ۷۵مې کلیزې د نمانځلو پرمهال ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه به په افغانستان کې د ثبات لپاره کار کولو ته دوام ورکوي.