د افغانستان کرکټ یوه لوبغاړي په اسټرالیا کې د مرستې راټولولو خبر ورکړ
قیس احمد په خپله رسمي فېسبوک پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او زیاتوي، د اګسټ په ۲۲ مه اسټرالیا ته ځي او هلته سېلاب ځپلو افغانانو ته د مرستو راټولولو خېمه ودروي.
هغه زیاته کړې، د مرستو راټولولو بهیر به د اګسټ ۲۸ مې روان وي.
له دې وړاندې یو افغان لوبغاړي راشد خان په پکتیکا او خوست کې د زلزله ځپلو لپاره څه د پاڅه سل زره پونډه مرسته راټوله کړې وه.