نيمروز ته له ايرانه تازه ۳۵۰۰ افغانان راستانه شوي
د محلي رسنیو د راپور له مخې په نیمروز کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریس مولوي صدیق الله نصرت ویلي، په دغه شمېر کسانو کې ۷۴ کورنۍ په زور او ۵۲ کورنۍ په خپله خوښه ستنې شوي دي.
ایراني چارواکو په دې وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته شاوخوا یو میلیون افغانان دغه هېواد ته ورغلي دي.