طالبانو د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه خپرې شوې اوازې رد کړې
دغه وزارت ویلي، چې دا ډول اوازې د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو لپاره خپرېږي.
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په عین حال کې ویلي، چې د دوی امارت د هېواد د ټولو اتباعو لپاره د متوازنو تعلیمي خدماتو د وړاندې کولو او د تعلیمي نظام د پیاوړتیا پر وړاندې پر خپلو ټولو ژمنو ولاړ دی.