هند په افغانستان خپل ډيپلوماټيک حضور پيل کړ
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دا ډله د بشري مرستو د اغېزمن ارسال هڅې څاري او له افغانانو سره به د اړیکو د غښتلي کولو هڅې کوي.
د هند یوه بله ډله مخکې د بشري مرستو د چارو د څارنې لپاره کابل ته تللې وه. دغه ټیم د طالبانو له جګپوړو غړو سره وکتل او د افغانستان امنیتي وضعیت یې و ارزاوه.
هند د تېر کال په اګست میاشت کې کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته خپل ډیپلوماتان له افغانستانه وایستل.