جنوبي کوريا د اسيا ملتونو فوټبال جام سياليو کوربهتوب ته نوماند دی
د جنوبي کوریا د فوټبال فدراسیون وايي، هېواد چمتو دی، څو په ۲۰۲۳ میلادی کال کې د اسیا ملتونو فوټبال جام د سیالیو کوربهتوب وکړي.
وړاندې له دې قطر، سعودي عربستان، جاپان او ویتنام هم اعلان کړی و چې دوی په ۲۰۲۳ کال کې د اسیا ملتونو جام سیالیو کوربهتوب ته کاندیدان دي.
د کوربه هېوادو د نه ټاکل کېدو ترڅنګ، د اسیا فوټبال کنفدراسیون تر اوسه د دې سیالیو لپاره کره نېټه نه ده ټاکلې.