هندۍ ښځې له لیرې ځایونو د څښاک اوبه وړي
د هند د مهاراشټرا ایالت په ناسک کې ښځې څو کېلومیټره لیرې ځي، له کوهیانو اوبه وړي او چې تر کوره رسېږي نو لمر پرېوتی وي. هغه ښځې وايي، اوبه ناولې دي او استعمال ته یې زړه نه کېږي خو بله چاره نه لري. د اوبو د کمښت لامل سخته ګرمي او وچکالي ښوول کېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.