د پاکستان حکومت د اقتصاد سمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام اعلان کړ
د جون پر اوومه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې وزیران او سرکاري چارواکي به د پېټرولو او ډیزلو استعمال ۴۰ فیصده کموي، حکومت به سرکاري چارواکو ته نوي ګاډي نه ورکوي او هغوی به په سرکاري خرڅ بهرنیو هېوادونو ته نه ځي.