په جوزجان کې د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې
د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د رستمي غېږنیونې په دې سیالیو کې د ۱۲ ورزشي کلبونو ۲۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې ده.
یاد ادارې وړاندې لیکلي دي، چې دا سیالۍ نن پیل او درې ورځې به دوام وکړي.
د دې سیالیو د کېدو هدف د ورزشکارانو وده او د محلي لوبو ژوندي ساتل ښودل شوي.