دیبرا لاینز کندهار کې مخکښو ښځو او د رسنيو له استازو سره کتلي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې لاینز د طالبانو له چارواکو سره په کتنه کې دغه راز د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو او د روغې جوړې پر یوې ریښتنې پروسې ټینګار وکړ.
نړیوالې ټولنې بشري حقونو په تېره د ښځو حقونو ته درناوی د طالبانو له حکومت سره د تعامل یو مهم شرط یاد کړی دی.