روسیه سر له ننه فنلنډ ته د ګازو صادرات بندوي
د فنلنډ د ګازوم شرکت اجراییه رییس مایکا ویلیانین پرون وویل، چې د روسیې د دې اقدام علت دا دی چې هلسینکي د ګاز پیسې په روسي روبل نه ورکوي.
فنلنډ د روسیې پر ګازو ډېره لږه یعنې په سلو کې شاوخوا پنځه تکیه لري.
روسیې له دې مخکې په ناټو کې د فنلنډ د غړیتوب د پلان په اړه هم خبرداری ورکړی و، او ویلي یې و، چې دا کار به ناوړه پایلې ولري.