په کابل کې د ترکیې سفارت د مزار پرونۍ چاودنې وغندلې
په مزارشریف ښار کې تېر ماښام د سورلیو په دوو موټرونو کې چاودنو لږترلږه ۹ تنه ووژل او ۱۳ نور یې ژوبل کړل. په ځینو نورو راپورونو کې د مرګ ژوبلې شمېر تر دې زیات ښوول شوی دی.
داعش یا اسلامي دولت ډلې د دغو بمي چاودنو مسوولیت منلی دی.
د ترکیې سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی دغه غیرانساني حملې چې په وروستیو کې یې شمېر زیات شوی دی په کلکه غندي.