اقتصادي کړکېچ؛ د افغانستان لپاره د نړیوال بانک غونډه جوړېږي
دا هېواد له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی، اقتصاد پاشل شوی، طبیعي افتونه او بشري بحران په شدت اوج ته رسېږي.
میلبند، چې پخوا د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر و، همداراز ویلي، د نړیوال بانک په پسرلنۍ غونډه کې د مشرانو رایوځای کېدا د ملیونونو عادي انسانانو د ژوند د سختیو د ښه کېدو لپاره د اقدام په خاطر یو فرصت دی.
د ژغورنې نړیواله کمېټه د نورو سیمه ییزو او نړیوالو غیرحکومتي موسسو ترڅنګ د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې مرستې کوي.
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې پر اساس، د امریکا او نورو مرستندویو هیوادونو مرستې سبب شوي چې د تېر کال له اګسته راوروسته په افغانستان کې د فوري لوږې مخه ونیول شي خو یوازې بشري مرستې د اوسني بحران لپاره کافي نه دي، حتي که مرستندویان د ژوند ژغورنې لپاره ۲ میلیارد نورې پیسې هم ورکړي.
میلبند ویلي، چې طالبان او نړیواله ټولنه د اوسني وضعیت په بدلولو کې رول لرلی شي.
ده د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو د حق نه ورکولو ته په اشارې ویلي: "له ۱۳ کلونو پورته نجونو د زده کړو د مخنیوي پرېکړه د افغان ټولنې لپاره یو له مصیبته ډک ګام دی، خو که نړیواله ټولنه په دې خاطر افغانستان ته شا واړوي، افغان نجونې به دوه برابره سزا وویني."
د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له کبله د هغو ماشومانو، چې کار ته اړ شوي، شمېر په بې ساري ډول زیات شوی او د سېف دي چلدرن پر اساس د داسې ماشومانو شمېر اوس ۱۲ ملیونو ته رسېږي.