د ملګرو ملتونو سرمنشي له پوتین او زيلينسکي سره د کتنې غوښتنه کړې
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبره د سرمنشي ویندوی سټېفن دوجاریک پرون چهارشنبې وکړه، ویې ویل، ښاغلي ګوتیرش ولادیمیر پوتین او ولودیمیر زیلینسکي ته په جلاجلا لیکونو کې له هغوی سره د لیدو غوښتنې کړي دي.
د راپورونو له مخې، د ملګروملتو سرمنشي هڅه کوي چې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسېږي.