د استرالیا د کډوالو شورا افغانانو ته د ویزې ورکولو پروسې د چټکتیا هرکلی وکړ
د یوه پروګرام له مخې به په ۴ کلونو کې دغه افغانان استرالیا ته لېږدول کېږي.
دغې شورا ویلي چې د استرالیا د کورنیو چارو وزارت ته اوس پهکار ده چې پر دې مسئلې چې څومره ژر د دغو افغانانو د ویزو پروګرام تطبیق کولای شي، غور وکړي.
د دغې شورا رئیس پاول پوویر ویلي خلک غواړي پوه شي چې څه وختیې ویزې اجرا کېږي او د ویزو اخیستو څومره چانس لري ترڅو سخت انتخابونه وکړي.
نوموړي ویلي چې په افغانستان کې روانې ناامنۍ او ویزو ته د رسیدګۍ په چاره کې نهشفافیت افغانان له یوه خطرناک حالت سره مخ کړي دي.
د استرالیا د کډوالو شورا په دغه راپور کې د هغو سپارښتنو هرکلی هم کړی چې د استرالیا له حکومته غواړي چې له افغانستان سره د مرستو په برخه کې له اغېزمنو چینلونو کار واخلي.
دغې شورا ویلي، په افغانستان کې د عاجلو بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه نیمایي ځواب شوې او استرالیا کولای شي چې مرستې زیاتې کړي.
ملګرو ملتونو په روان کال کې له ملیونونو افغانانو سره د مرستو لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه چې د څه باندې دوه میلیارد او ۴۰۰ ملیون ډالرو ژمنې یې شوې دي.