امریکا او اروپايي متحدانیې نن پر روسیې نوي سخت بندیزونه لګوي
په دې ګډو اقداماتو کې په روسیه کې پر مالي ادارو او نویو پانګونو بندیزونه، د حکومت پر اړوندو تجارتي شرکتونو د بندیزونو لا سختول او پر دولتي چارواکو او د هغوی پر کورنیو نور بندیزونه شامل دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون وویل په اوکراین کې د جګړې د دوام له امکاناتو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین بېبرخې کول د دوی د بندیزونو تر ټولو لوی هدف دی.