د امریکا ولسمشر د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د قصاب نوم ورکړ
بایډن دا څرګندونې پرون هغه مهال وکړې چې د روسیې د ولسمشر په اړه د ده نظر وپوښتل شو او ده په ځواب کې وویل، هغه یو قصاب دی.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د کرملېن یو ویاند په غبرګون کې وویل چې دا څرګندونې د امریکا او روسیې د اړیکو د ښه کېدو پر احتمال ناوړه اغېز کولای شي.