طالبانو په افغانستان کې د بي بي سي پر ټلوېزیوني خپرونو بندیز ولګاوه
بي بي سي دا خبره تأیید کړې او ویلي دي چې دوی ته د طالبانو د دغې پرېکړې د لامل په اړه جزئیات نهدي ورکړل شوي.
د بي بي سي ځینې پښتو، فارسي او ازبکي خپرونې د افغانستان پر ځینو سیمهییزو ټلوېزیوني شبکو خپرېدې.
د طالبانو دا اقدام په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما له لوري هم غندل شوی دی.
طالبانو تر اوسه رسماٌ په دې اړه څه نهدي ویلي.