د طالبانو راتګ؛ کندز کې موټر پلورونکي وايي، کاراوبار یې پيکه شوی
یو تن موټر پلورونکی۴۰ کلن محمداکرم په دې تړاو ازادي راډیو ته وویل: "له کله چې نظام بدلون کړی دی، د موټر پلورونکو کار او بار خراب شوی دی. یو موټر چې پخوا په ۴ زره ډالره پلورل کېده، اوس یې څوک په ۳ زره ډالره نه اخلي. ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او له امله یې ټول کار او بار سقوط کړي دي."
د دې ولایت ځینې موټر پلورونکي له خپل کاراوبار نه شکایت کوي او وايي، چې دوی لکونه ډالر د موټرو په واردولو لګولي، خو کارونه یې پټپه درېدلي دي او پېرېدونکي نه لري.
پنځه درېش کلن مطیع الله چې له لس کالو راهیسې د موټرو د پېر و پلور کاراو بار کوي وایی، چې پخوا هره اوونۍ یې یو موټر پلوره، خو اوس په میاشت کې هم یو موټر نه پلورل کېږي
د دوی په خبره، که د افغانستان اوسنې حاکم نظام د روان حالت بدولون په اړه هڅې ونه کړي او دغه راز له نړیوالو سره خپل تعاملات عادي نه کړي، نو ښايي په هېواد کې د بې روزګارۍ، بې وزلې او اقتصاي ستونزو لمن نور هم پراخه او لویه شي او له امله به یې زیات شمېر خلک له هېواد څخه ووځي.