ننګرهار کې د۵۰ جریبه شاړې ځمکې د کرنیزو کېدو لپاره هڅې
د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، هغه ۵۰ جریبه ځمکه چې په تېرو پنځو لسیزو کې شاړه پاتې وه، د کرنیزو محصولاتو او میوه لرونکو بڼونو لپاره په بنسټیزه توګه ورغول شي.
د دې وزارت ویاند مستعین عمري نن ازادي راډيو ته وویل، په دغې ځمکې شااوخوا ۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۱۵ کسانو ته به په کې د کار زمینه هم برابر شي.
د کرنې وزارت د چارواکو په وینا، د دې ځمکې په څېر نورې هغه ځمکې چې هم شاړې پاتې د کرنېز کېدو لپاره یې په نږدې راتلونکي کې د چارو د پیل پلانونه شته.