په ننګرهار کې یو ځوان خپل پلار وژلی او د کورنۍ ۴ نور غړي یې ټپیان کړي
په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ازادي راډیو ته وویل چې پېښه وړمه شپه ناوخته شوې او د دوی معلومات ښيي چې ډزې د کورنۍ یوه ځوان کړي او ادعا کوي چې (په ځان نه و پوه او ډزې ترې شوي.)
په پېښه کې د کورنۍ مشر یعني پلار مړ شوی او څلور نور چې په کې یو ماشوم هم دی ټپيان دي.
زابلي زیاته کړه ډزې کوونکی ځوان چې خیال شاه نومیږی په خپله هم ټپي دی او د طالبانو له خوا نیول شوی دی.