اروپايي ټولنه: افغانانو سره ۵۰۰ میلیونه یورو مرسته کوو
توماس نیکلسن پرون ماښام پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل، دا مرسته به په بېلابېلو برخو، لکه د خوړو، روغتیا او پوهنې په برخو کې ولګول شي.
نیکلسن لیکلي چې اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي دا بیان پرون وروسته له هغه ورکړ چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یې د طالبانو د حکومت له پلاوي سره وکتل.
ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ویلي دي چې د افغانستان میلیونونه وګړي د خوړو د موادو له جدي کمښت سره مخامخ دي.