Добавить новость
World News in Pashto





160*600

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Актуальные новости сегодня от ValueImpression.com


Опубликовать свою новость бесплатно - сейчас


د ازادي راډیو کلیزه؛ ازادي راډیو څنګه شل کلن مزل پیل او بشپړ کړ

ازادي راډیو د خپل نشراتي مزل ۲۰ کاله پوره کړل او اوس د یوه پیاوړي څو رسنیزه یا مولټي میډیا بنسټ په توګه د خپل کار درېیمه لسیزه پيلوي.


د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان لپاره خپلې لومړنۍ خپرونې د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۳۰ پیل کړې.


باوري، بې پلوه او متوازنه خبر رسونه د ازادي راډیو د اهدافو له ډلې ده او د دې ترڅنګ دا راډيو د ولسواکۍ، بشري حقونو او لږکیو ملاتړ کوي.



د راډیو د پيل شپې ورځې


د ۲۰۰۲م زیږدیز کال د ژمي سړې شپې ورځې وې چې د ازادي اروپا راډیو/ازادي راډیو د افغانستان لپاره په پښتو او دري ژبو ازمېښتي خپرونې پیل کړې.


د چک جمهوریت پلازمېنه پراګ ښار د همدې کال د جنورۍ په دیرشمه د ازادي راډیو د پرانیستې د مراسمو کوربه و.


د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د هماغه وخت مشر توماس ډاین د افغانستان د څانګې د پرانیستو پر مهال ویلي وو: "موږ ویاړو چې دا فرصت مو ترلاسه کړ چې د رسنیو، خبر او اطلاعاتو له لارې د یوه سوله ییز او ډموکراټیک افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړو."




ده هغه مهال وویل، د افغانستان خلک به له نژدې درېیو لسیزو جګړو او بدمرغیو او دغه راز اطلاعاتو ته د نژدې بشپړ نه لاس رسي وروسته د باوري، بې پرې او هر اړخیزو خبرونو له خپریدو هرکلی وکړي.


صالحه اسحاقزۍ خالقي او سید سمیع عباس د ازادي راډیو د لومړنۍ خپرونې وړاندې کوونکي وو.


ازادي راډیو د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه "د ازاد افغانستان" په نوم خپرونې پیل کړې.


دا هغه وخت و چې پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سېپټمبر د نهمې نېټې له ترهګریزو بریدونو وروسته د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف پوځیان افغانستان کې وو او د طالبانو لومړنی پنځه کلن حکومت یې ړنګ کړی و.


ظریف نظر چې تاسو یې له غږ سره بلد یې او د ازادې اروپا/ ازادي راډیو سره د کار څه باندې ۴۰ کلنه سابقه لري، د ازادۍ راډیو د لومړنیو مسولینو له ډلې دی.


ښاغلی نظر وایي، لومړی د راډیو نوم ازاد افغانستان و، خو وروسته د مسولینو او همکارانو په سلا مشوره په ازادۍ راډيو بدل شو: "دغه راډیو د ازاد افغانستان په نوم ثبت شوې، وروسته بیا د همکارانو په غوښتنه په ازادي راډیو مشهوره شوه، دا چې د څه اړتیا له مخې دا راډیو رامنځته شوه، دا پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سېپټمبر د نهمې نېټې له برید سره تړاو لري، له دې بریده وروسته د داسې یوې راډیو جوړېدو ته اړتیا پیدا شوه."




ازادي راډیو د ازادې اروپا راډیو د افغانستان څانګه ده، د ازادې اروپا راډیو بیا د فعالیت دوه اویا کاله سابقه لري او د لومړي ځل لپاره د ۱۹۵۰ میلادي کال د جولاۍ په ۴مه نیټه رامنځته شوه.


د ازادې اروپا راډیو ۴۵ کاله د جرمني په مونیخ ښار کې فعالیت درلود، خو په ۱۹۹۵ کال کې یې مرکز د چک جمهوریت پلازمېنې پراګ ته انتقال شو.


د ازادي راډیو د افغانستان څانګې د کار لومړني ورځې له ننګونو ډکې وې.


ظریف نظر وایي، هغه مهال یې له ترکمني څانګې سره کار کاوه چې د راډیو مشرتابه له ده او د راډیو له بل افغان کارکوونکي عباس جوادي سره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل چې تر یوې میاشتې پورې باید د افغانستان لپاره خپرونې پیل شي.


همدا وه چې په چټکۍ پراګ او کابل کې د راډیو لپاره د خبریالانو ګمارنه پیل او د یوې میاشتې په ترڅ کې راډیو د نیم ساعت پښتو او نیم ساعت درې خپرونو لپاره چمتو شوه.



کابل کې د ازادي راډیو لومړنی دفتر


پراګ کې د خپرونو له پيل سره هم مهاله کابل کې هم ازادي راډیو خپرونې پیل او لومړنۍ شپږ میاشتې یې د کابل ښار په زړه کې د مصطفی له هوټله خپرونې کولې. د صدارت په څلور لارې کې دا هوټل هغه مهال تر ټولو خوندي ځای و.




احمد تکل لومړنی خبریال و چې د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۳۰مه، یعنې د ازادي راډیو د کار په لومړۍ ورځ یې له افغانستانه راپور ورکړ.


ښاغلی تکل وایي، دا داسې وخت و چې د افغانستان حکومت رسمي امنیتي ځواک نه درلود او د کابل او نورو ولایتونو امنیت د بهرنیو ځواکونو او د مجاهدینو د حکومت د ځینو وسله والو په لاس کې وو.


پر امنیتي اندېښنو سربېره هغه مهال هم لویه ننګونه اطلاعاتو ته نه لاس رسی و.


ښاغلی تکل وايي: "د اطلاع ورکولو په برخه کې د دولتي چارواکو ناغیړي له پيله تر اخره دوام وکړ، ډېر حساس او مهم مسایل افغانستان کې پېښېدل، ملکي تلفات و، د نړیوالو ځواکونو حملې وې، د طالبانو حملې وې او د هغه مهال د نورو ډلو حملې وې افغانستان کې، چارواکي په لومړي سر کې نه حاضرېدل چې اطلاعات ورکړي، دا زمونږ هغه عمده ستونزې وې، په وړو ستونزو نه غږېږو، ځکه هر کار کې حتما وړې ستونزې شته."




احمد تکل چې په همغو لومړیو کې د څه مودې لپاره د ازادي راډیو د کابل د دفتر مشر هم و وایي، خبریالي، د راډیو مدیریت او د همکارانو د امنیت چارې ور له غاړې وې.


نوموړی وایي، د کار په لومړیو شپو ورځو کې به یې چې کله ښځینه خبریالانې کومې غونډې ته لېږلې، هغوی به چادرې کې تللې او د غونډې ترځایه به یې یوه نارینه همکار د امنیتي ملحوظاتو په اساس ملتیا کوله.


ازادي راډیو د کابل په مصطفی هوټل کې له شپږ میاشتني فعالیته وروسته د وزیر محمد اکبرخان په سیمه کې ځانته معیاري دفتر ونیوه چې ورسره یې خپرونې له نیم ساعته نه څو ساعته او بیا ۱۲ ساعته شوې.



د ازادي راډیو اهداف


په هر حال د ازادي رادیو شل کلن مزل له هسکو ټیټو ډک و. دا چې راډیو په دې موده کې څه اهداف درلودل، د ازادي راډیو مشر قادر حبیب یې په اړه وایي: "د ازادي راډیو هدف د بې پرې، پر وخت او دقیقو معلوماتو رسول دي، په تېرو شلو کلونو کې نه یوازې دا چې خپلو اوریدونکو ته بې پرې او په وخت خبرونه رسولي او د موثقې منبع په توګه د هغوی په خدمت کې و، موږ دغه راز خپلو اورېدونکو ته زمینه مساعده کړه چې په ازادو بحثونو کې برخه واخلي او خپل نظریات د افغانستان د جاري وضعیت په اړه شریک کړي."





د خلکو پر ژوند د ازادي راډیو اغیز


ازادي راډيو ګڼ شمېر داسې راپورونه جوړ کړي چې په مستقیم ډول یې د افغانانو په ژوند اغیز کړی دی.


د دې راپورونو یوه نمونه د فراه په قلعه کاه ولسوالۍ کې یوه کورنۍ وه چې ټول غړي یې په نشو روږدي و، کله چې ازادي راډیو پر دې پېښه راپور خپور کړ، دې کسانو ته د مسولینو پام شو او د درملنې زمینه یې ورته برابره کړه.


هغه مهال د فراه د ښځو چارو مشره کبرا اعظمي د دې کورنۍ لیدو ته ورغله، بیا یې د درملنې مرکز ته ولیږدوله او ويې ویل چې د هغو تورونو په اړه یې هم څېړنه کوي چې دې کورنۍ ویل، په جنسي ډول ځورول کیږي: "یو راپور جوړ شوی و، موږ دا وکوت بیا مو وغوښتل له نژدې دا کورنۍ وګورو او ورسره خبرې وکړو، دا راپور مونږ د ازادي راډيو له لارې واورېد."



د ازادۍ د کورنۍ وژل شوي خبریالان


ازادي راډیو د بې غږه کسانو د غږ په تګلارې خپل یون روان ساتلی او په خواشینۍ سره چې دې برخه کې یې د سر قرباني هم ورکړې.


ازادي راډیو د ۲۰۱۸ کال په اپریل میاشته کې خپل درې همکاران کابل کې پر خبریالانو شوي یوه هدفي برید کې له لاسه ورکړل.


دا ځانمرګی برید د کابل په شش درک سیمه کې هغه مهال په خبریالانو وشو چې دوی د یوه بل ځانمرګي برید د خبري پوښښ لپاره سیمې ته تللي وو.


پېښه کې پر نورو خبریالانو سربیره د ازادي راډیو درې کارکوونکي سباوون کاکړ، عبدالله حنانزی او فرشته محرم درانۍ ووژل شول.




دا ازادۍ د کورنۍ دا دروند غم لا تازه و چې ازادي راډیو د بل خبریال د وژنې په ویر غمجنه شوه.


دا په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي و چې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۲مه نېټه لښکرګاه کې پر موټر یې د نښلول شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.


د هغه د مرګ د خبر خپرولو د ازادي راډیو د همکارانو په ستوني کې خبرې وچې کړې.





د ازادي راډیو څو رسنیزه کېدل


له دې قربانیو سره-سره د ازادي راډیو ماموریت روان دی او پر راډیو سربیره میلیونونه مینه والو ته په وېبپاڼه، فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام او یوټیوب کې خبرونه رسوي.


دا چې د ازادي راډیو د مولټي میډیا یا څو رسنیزه کېدو مینه وال اوس څومره شوي، د دغې څانګې ایډیټر امید مرزبان یې په اړه وایي: "ازادي راډیو کلونه مخکې د مولټي مېډیا یا څو رسنیزه کېدو چارې پیل کړې، اول مو د مینه والو شمېر کم، خو وروسته په بیړه زیات شو، همدا اوس په پښتو او دري فیسبوک کې شااوخوا پنځه میلیونه او ۷ لکه مینه وال لرو، انسټاګرام کې هم ۴ لکه کسانو ته رسیدلي یو، ټویټر هم فعاله دی، لکه څنګه چې پوهیږی ازادۍ اوس یوازې راډیو نه، بلکې یو څو رسنیز بنسټ دی."



ازادي راډیو او د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې تحول


په افغانستان کې رسنیز بهیر تېرو شلو کلونو کې ښه وغوړېد او د بیان د ازادي برخه کې افغانستان د ګاونډیو پرتله ښه نوم خپل کړ، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵مې نیټې سیاسي تحول رسنیز بهیر ټکنی کړ.


دا هغه نېټه وه چې طالبان په کې د دوهم ځل لپاره کابل ته را ننوتل، پخوانی حکومت یې ړنګ او د چارو کنټرول یې په لاس کې واخیست.


دې تحول پر نورو سربیره ازادي راډیو هم متاثره کړه، خو د ازادي راډیو قدمونه یې ټکني نه کړل.


د ازادي راډیو خبریاله فیروزه عزیزي کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته له هېواده ووتله.


نوموړې د همغو سختو ورځو د راپور ورکولو یوه کیسه راته کوي:"کله چې د هوایي ډګر خواته تلم، هماغه وخت کې یو بیړنی راپور پیدا شو، ماته د تخنیک همکار صافي صاحب زنګ ووهه چې باید لایف راپور ورکړم، ما همغه شېبه غوښتل له کوره ووځم او کورنۍ سره خدای پاماني وکړم، ډېر بد وضعیت و، ما په راپور باندې فکري تمرکز له لاسه ورکړی و او دا مې ویل چې اوس په دې لایف راپور کې څه ووایم؟"




په همدې ټیټو هسکو سره ازادي راډیو ۱۲ ساعته په افغانستان کې پر اېف اېم او منځنیو څپو خپرونې لري او لا یې هم خبریالان له ګوټ ګوټه راپورونه ورکوي.



ازادي راډیو د ښځو لپاره څه لري


ازادي راډیو د ټولنې د نیمایي برخې یعنې ښځو لپاره هم ډېر پروګرامونه لري او توانیدلې چې د افغانستان له ګوټ ګوټه د ښځو او د هغوی په وړاندې د شته جنسیتي نا برابرۍ راپورونه ورکړي.


ملالۍ بشیر چې د ښځو د چارو ایډیټره ده د ښځو د پروګرامونو په اړه وایي: "د ازادې اروپا راډیو په کچه چې نړۍ کې په ۲۷ ژبو خپرونې کوي، یوه لویه لاسته راوړنه ازادي راډیو لري، موږ د ۲۰۲۰ کال په اګسټ میاشت کې د ښځو لپاره په پښتو او دري دوه ځانګړې وېب پاڼې هم پرانیستې، د دې ترڅنګ ازادي راډيو د ښځو لپاره درې اونیزې راډیویي خپرونې او د څېرې په نوم ټلوېزیوني خپرونه لري، موږ هڅه کوو چې ښځو ته په خپلو خپرونو کې برابره ونډه ورکړو."





ازادي راډیو درېیمه لسیزه په کومو هېلو پیلوي


دا چې اوس ازادي راډیو د فعالیت درېیمه لسیزه په څه هېلو او اهدافو پیلوي، یو ځل بیا یې د راډیو له مشر قادر حبیب نه اورو: "په درېیمه لسیزه کې به هم زموږ لومړیتوب زموږ اوریدونکي وي، موږ به هڅه وکړو چې خپلو اورېدونکو ته د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ورسېږو، نه یوازې د راډیو بلکې په انلاین بڼه هم هغوی ته ورسېږو او د هغوی نظریات واورو. هغوی ته دا موقع ورکوو چې د خپلې سیمې د حالاتو په اړه وغږېږي، دا موقع ورکوو چې مونږ د هغوی غږ و اوسو."


د ازادي راډیو د اورېدونکو د اوسني شمېر په اړه کومه سروې نه ده شوې، خو ۲۰۱۹ کال یوې سروې وښوده چې دا راډیو د مشهورو او باوري رسنیو له ډلې ده او د دې سروې له مخې د افغانستان د ځوانانو نژدې ۴۷ فیصده برخه په اوونۍ کې ازادي راډیو اوري.


د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

Читайте на сайте

Другие проекты от 123ru.net








































Другие популярные новости дня сегодня


123ru.net — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 123ru.net.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.



Новости 24/7 Все города России




Загрузка...


Топ 10 новостей последнего часа






Персональные новости

123ru.net — ежедневник главных новостей Вашего города и Вашего региона. 123ru.net - новости в деталях, свежий, незамыленный образ событий дня, аналитика минувших событий, прогнозы на будущее и непредвзятый взгляд на настоящее, как всегда, оперативно, честно, без купюр и цензуры каждый час, семь дней в неделю, 24 часа в сутки. Ещё больше местных городских новостей Вашего города — на порталах News-Life.pro и News24.pro. Полная лента региональных новостей на этот час — здесь. Самые свежие и популярные публикации событий в России и в мире сегодня - в ТОП-100 и на сайте Russia24.pro. С 2017 года проект 123ru.net стал мультиязычным и расширил свою аудиторию в мировом пространстве. Теперь нас читает не только русскоязычная аудитория и жители бывшего СССР, но и весь современный мир. 123ru.net - мир новостей без границ и цензуры в режиме реального времени. Каждую минуту - 123 самые горячие новости из городов и регионов. С нами Вы никогда не пропустите главное. А самым главным во все века остаётся "время" - наше и Ваше (у каждого - оно своё). Время - бесценно! Берегите и цените время. Здесь и сейчас — знакомства на 123ru.net. . Разместить свою новость локально в любом городе (и даже, на любом языке мира) можно ежесекундно (совершенно бесплатно) с мгновенной публикацией (без цензуры и модерации) самостоятельно - здесь.



Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net