په پاکستان کې ګراني او د خلکو ګيلې
په پاکستان کې ګراني د عامو خلکو ګيلې او د سياستوالو نیوکې راپارولې دي. د دې ملک تر ټولو لوی ښار کراچۍ هم د خراب اقتصاد اغېز حس کوي. د دې ځای اوسېدونکي او کارپوهان وايي دا مسله به په راتلونکو انتخاباتو کې مهمه وي او ښايي ډېر خلک له همدې امله تحريک انصاف ته رایې ورنه کړي. خو حکومت په بيا بيا ويلي چې خراب اقتصاد ورته له تېرو حکومتونو پاتې او په پاکستان کې اوس هم هغومره ګراني نشته لکه څومره چې په نورو سیمه ییزو هېوادونو کې ده. بشيرګواښ د اې اېف پي او رویټرز خبري اژانسونو له ويډيو جوړ کړی راپور لري.