فولبرایټ بورسونو ته کاندید افغانان: امریکا دې زموږ مرکې بشپړې کړي
دغو خلکو په انلاین توګه د لاسلیکونو د راټولولو یو کمپاین هم پیل کړی دی.
د دغو لاسلیکونو شمېر دم ګړی څه باندې اووه نیم سوو ته رسیدلی چې ډېری د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ تحصیلي کلونو لپاره د فولبرایټ بورسو غوښتونکي، فولبرایټران او فعالان دي.
د چېنج په نوم د لاسلیکونو د راټولو په پاڼه کې د یاد کمپاین مخته وړونکو د امریکا له بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې د فولبرایټ بورسیو لپاره د هغو افغانانو مرکې واخلي چې سیمي فاینل دور ته یې لار پيدا کړې ده.
دوی شکایت کړی چې لومړی د کووېډ-۱۹ په خاطر د دوی مرکې یو کال وځنډېدې او سږکال د نورو هېوادونو د فولبرایټ غوښتونکو ته د مرکو وخت ورکړل شوی، خو د فولبرایټ ازموینو افغان ګډونوالو ته چا لا احوال نه دی ورکړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تردې دمه د دغو افغان فولبرایټ غوښتونکو د کمپاین په تړاو څه تبصره نه ده کړې.
مخکې له دې د راپورونو له مخې لسګونه افغانان چې هند او یا نورو لویدیځو هېوادونو ته په بورسیو کامیابه شوي د وروستیو تحولاتو او د پروازونو د نشتوالي په خاطر په افغانستان کې پاتې دي.