یوه روسي چارواکي دغه هېواد کې د کرونا د نوې بڼې د پېژندلو خبر ورکړ
د روسي رسنیو د راپور له مخې، د روسیې د عامې روغتیا یوه جګپوړي متخصص کامل حافظ اوف وویل، احتمال شته د دې نوې بڼې کرونا د خپرېدو سرعت خورا زیات وي.
د ده په وینا، د کرونا دا نوې بڼه په دې وېروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر د پام وړ زیاتولی شي او دا احتمال شته چې د ډیلټا ځای ونیسي.
په روسیه کې څه باندې ۲۲۷ زره تنه له کرونا وبا مړه شوي چې د اروپايي هېوادونو په منځ کې تر ټولو ډېر دي.