د ترکمنستان ولسمشر تر ۲۰۰۰ زیاتو بندیانو ته عفوه اعلان کړه
د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې په درشل کې تر ۲۰۰۰ زیاتو بندیانو ته عفوه اعلان کړه.
د ترکمنستان د خپلواکۍ ورځ د سېپټمبر پر ۲۷مه لمانځل کېږي.
د دغه هېواد دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې مستبد ولسمشر محمدوف د ۲۰۶۴ بندیانو د خوشې کېدو فرمان "د نیکونو له لارښوونې سره سم د زړه سوي او بشرپالنې د اصولو له مخې لاسلیک کړ."
ویل شوي په دغو بندیانو کې شپږ تنه یې بهرنیان دي، خو د هغوی هېوادونه نه دي مشخص شوي.